غزل چې توبه به ما کوله ستا له عشقه په ځوانۍ کې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې توبه به ما کوله ستا له عشقه په ځوانۍ کې عقله څه شوې چې مې مل وې په حالت د نادانۍ کې 02 آيينه د زړه مې ډکه، له هر څيزه ده هم نه ده پټ د هر څيز حقيقت دی، په پرده د حيرانۍ کې 03 که خبر د وصال راغی، کډې مه باروه غمه په مشکل کې مې همدمه، رانه ځي په اسانۍ کې 04 لکه وي زنځير د موج، زه له خپل روانه عمره تاو راتاو شومه تر هغې چې شوم ورک په روانۍ کې 05 ستا جمال غافلوونکی او زما ځواني بې صبره خوب د وصل مې ونه ليد، که اوده وم په ځوانۍ کې 06 موسکی مخ پرې خورې زلفې، تصور دې هسې وايي خوشحالي د جمعيت ده په برهمه پرېشانۍ کې 07 هسې زه په يو ديدن دې کړم تصوير آيينه مخيه چې تتېږم او ورانېږم، نشته فرق په حيرانۍ کې 08 د نظر لمن دې راښکه، لاړې تېر شوې ښه ده ښه ده گويا ستا رسوايي نشته، د حمزه په عريانۍ کې Dictionary meaning × Headword