غزل

چې توبه به ما کوله ستا له عشقه په ځوانۍ کې

امیر حمزه شینواری

چې توبه به ما کوله ستا له عشقه په ځوانۍ کې

عقله څه شوې چې مې مل وې په حالت د نادانۍ کې

آيينه د زړه مې ډکه، له هر څيزه ده هم نه ده

پټ د هر څيز حقيقت دی، په پرده د حيرانۍ کې

که خبر د وصال راغی، کډې مه باروه غمه

په مشکل کې مې همدمه، رانه ځي په اسانۍ کې

لکه وي زنځير د موج، زه له خپل روانه عمره

تاو راتاو شومه تر هغې چې شوم ورک په روانۍ کې

ستا جمال غافلوونکی او زما ځواني بې صبره

خوب د وصل مې ونه ليد، که اوده وم په ځوانۍ کې

موسکی مخ پرې خورې زلفې، تصور دې هسې وايي

خوشحالي د جمعيت ده په برهمه پرېشانۍ کې

هسې زه په يو ديدن دې کړم تصوير آيينه مخيه

چې تتېږم او ورانېږم، نشته فرق په حيرانۍ کې

د نظر لمن دې راښکه، لاړې تېر شوې ښه ده ښه ده

گويا ستا رسوايي نشته، د حمزه په عريانۍ کې