نظم

چې تراش خراش يې رشک د آيينې کا

Hamza Shinwari

چې تراش خراش يې رشک د آيينې کا

پکې ځای به شي که عکس ټول جهان شي

گوزارونه دې کړي پلک د حوادثو

د حواسو جمعيت ورته سندان شي

څوک به پورته پخپل مخ د بل توکل کړي

خو بس هغه چې علي شاه مردان شي

چې کاروان د زغم يې راشي د زړه سرای ته

گران که جنس د ارتقاء دی خو ارزان شي

تېرول، جمع کول دي، ډېرول دي

د اجناسو په کثرت مکان دوکان شي

زړه چې لوی وي د غم چغو ته گنبد وي

زړه چې تنگ وي، زغم يې نه وي بيابان شي

حمزه داړې دي، ولاړ قامونه واړه

چې تر منځ يې شي پرېشان لکه زبان شي