غزل

چې هر چا ليدلی نه وي يار زما

Rahman Baba

چې هر چا ليدلی نه وي يار زما

خير دی دا که وايي بد په کار زما

هر هغه چې وي دلبر زما ليدلی

نه به کا ان شاء الله انکار زما

سر زما در گاه د هغه يار عزيز

بې له دې لار نشته بله لار زما

ما بې عشقه بل څه څيز زده کړی نه دی

چې څه دی هم دادی واړه کار زما

خدای دې يو له بله هېڅوک آزار نه کا

ای دلبره ماخله ته آزار زما

ياره ستا په جدايۍ او په ډېر غم کې

سيند د اوښکو درومي په رخسار زما

لوی او هلک واړه ستا خبرې کاندي

بل گفتگو نشته په ديار زما

زه رحمان به لاف په عشق کې څه وهمه

خود به ځان څرگند کا انتظار زما