شعر
د اتو واړو کورونو يو يو مثال
Rahman Babaد اتہ واړو کورونو یو یو مثال
د چاربېتې اتۀ کوره دي کۀ ددې جوړښت ذهن نشين کړلے شي بيا د چاربېتې پوهنه
او پېژندګلو هيڅ ګران کار نه دے ـ لکه مونږ ته د نظم مختلف اقسامو مربع ،
مخمس، مسدس وغېره جوړښت معلوم وي نو نظم مونږ د بل نظم نه په اسانه جدا
کولے شو ـ دغه طريقه د چاربېتې د کورونو د پېژندګلو د پاره پکار راوستل دي
ـ زه دلته د چاربېتې اتۀ واړه کورونونه يو يو مثال ورکوم چې قاريئينو له
پاره يوه لار په مخه راشي ـ زه به دلته کوشش کوم چې ٫٫باغ و بهار ،، نه
هاغه چاربېتې چې اثر صېب پرې نه دے پوهـ شوے ر اوخلم په صفحه 126باندې نوره
دين اخون د مټۍ چاربېته ده د مثنوي کور چار بېته ده د کړې په مينځ کښې
1،2،3،4،ورته خامخا ورکړي دي نه پو هېږم د اثر صېب له دې نه څه مقصد دے ـ
مثال 1: مثنوي کور چاربېته :
چاربېته د مثنوي نظم په شان ده ـ د مثنوي په شان ليکل پکار دي ـ
چرګو نارې کړې سر دوباره
اوس به راوېښ شي زما پلاره
خوند مې د سرو لبانو تېر که
غلے ووځه څوک به دې ګېر که
کړه: چرګو نارې کړې صبحدم شو
په ما خبر د کور عالم شو
په ما خبر شو کور و کلے
جانانه څنګ به ووځے غلے
غلے ووځه زمونږ د کوره
مشغوله مه کوه په زوره
پلار به مې غږ وکړي چې غل دے
ورته معلوم د يارۍ چل دے حال د يارۍ ورته معلوم دے
چا دې په خوله اخستے نوم دے
نوم دې ليکلےپه کاغذ دے
تۀ چې راتلې څۀ دې عرض دے
جوړ: تۀ چې راتلې شومه قلاره
چرګو نارې کړې سر دوباره
وړاندې سپر ورستو شمشير که
غلے ووځه څوک به دې ګېر که
کړه 2:
شمشېر مې غوڅ کړو دزړه سر
رېبار مې راغے مازيګر
تا ورسره کړې دي سپورې
څنګه مغروره په خپل زور ئې
زور دې په شان د سکندر دے
اوږۍ دې مياشت پېزوان دې نمر دے
شغلې دې خېژي له محاله
تۀ پکښې ناسته بې خوشحاله
خوشحاله اوسه په حرم کښې
زۀ دې غرقاب کړمه په غم کښې
زۀ دې سورې کړم په مژګانو
راکه ملهم د سرو لبانو
زۀ چې راتلمه ستا د پاره
چرګو نارې کړې سر دوباره
سرۀ اننګي راته برسېر کړه
غلے وووځه څوک به دې ګېر که
کړه نمبر 3:
سرۀاننګي زما پيالې دي
سل څوکيدار مې د بنګلې دي
بې وخته رانشې هوښيارې
سل سهېلۍ زما بېدارې
سل غلامان زما په شمار دی
حرامه ټول درته په قار دي
سل مې خوني د جنګ هاتهيان دي
سل پرې د پاسه مهاوتان دي
سل مې اسونه د سورلۍ دي
سل ئې د سرو زرو ډولۍ دي
سپينه سينه مې پشم داره
چرګو نارې کړې سر دوباره
حرامه غېږ رانه چارپېر که
غلے ووځه څوک په دې ګېر که
کړه نمبر 4: غېږ مې چايېره کړه له تانه
په ژوندانۀ شومه ستومانه
غم شومې زيات خراب مې ژواک شه
ډېر مې په تا پسې پسخاک
بېلتون ړاندۀ کړۀ زما کسي
په سرو لمبو باندې مې نيسي
لختۍ دې زانګي په وزمين
کړي اشارت په هر زمين
لختۍ دې تل وهي ټالونه
په مازيګر کوي سېلونه
درسره سمې ځي همزولې
لاس په نامه درته تړلې
تۀ ئې په ټولو کښې سرداره
چرګو نارې کړې سر دوباره
نامړدې عدل د نو شېر که
غلے ووځه څوک به دې ګېر که
نمبر 5:
عدل کوي خلق په کور
ماته قارېږي خپله مور
بې وخته رانشې هوښيار شه
ورځه توبه استغفار شه
توبې اوباسه هر ساعت
درته کؤمه نصيحت
دنيا دې نيشتے ئې ملنګ
کوې خوبونه د پالنګ
دنيا دې نيشه دے فقير ئې
د خولې دې خيژي هواګيرې
ماته مې مور کوي پېغور
زۀ ئې نيولې ستا په تور
ستا په تور يمه تورداره
چرګو نارې کړې سر دوباره
نوره دين شعر د سوات بونير که
غلے ووځه څوک به دې ګېر که
د مثنوي کور چاربېتو کښې صرف د کړو په مصرعو کښې کمے بېشے کېدې شي نورې
ټولې چاربېتې يو جوړښت لري ـ
مثال 2: مربع چاربېته:
تورې زلفې دې په مخ باندې وئي ټال ځي راځي
په جلب کښې د عاشق زړګے سمبال ځي راځي
کړه نمبر 1
تورې زلفې دې په مخ باندې ټالونه دي
بل دې ايخښي په لنډۍ زنه خالونه دي
تورې سترګې دې ګولۍ دي کۀ بمونه دي
تا ويشتلي پرې خوران دي بې مجال ځي راځي
کړه نمبر 2
تاويشتلي پرې خواران دي نه رغيږي اوس
صبراومه زړۀ زما کله صبرېږي اوس
د هجران په سورو لمبو بادې سوازيږي اوس
تصور کښې مې دا ستا د زنې خال ځي راځي
کره نمبر3
تصور کښې مې د ستا حسن انيس غوندې دے
په بشر کښې دې کشش د مقناطيس غوندې دے
ټيک دې ډال دے په تندي باندې رائيس غوندې دے
سوداګر دې هر طرف نه ډېر په خيال ځي راځي
کړه نمبر4
سوادګر نه يم د حسن شيدائي يمه ستا
د مجنون په شان له عشق کښې سوادائي يمه ستا
نظر اوکړه چې په در کښې ګدائي يمه ستا