شعر
د چاربېتې ارتقاء
Rahman Babaيا جام د چين ماچين دے يا ښکلې خوله زېبا ده
کړه:
يا عطر د ګلابو يا ستا د مخ خولې دي
يا توره د پولادو يا سترګې د لېلې دي
يا کېف دےد شرابو يا بنګ د بنګالې دي
يا هجر سخت ترين دے يا تبه يا وباء ده
اخرنۍ کړه:
يا باغ د ښکلو ګلو يا ستا ښکلے کاکل دے
يا تېغ دغوسولو يا ستا خوني چارګل دے
اواز دې د بلبلو يا زړۀ د حميد ګل دے
يا دا مار غه زرين دے يا هغه محبوبا ده
څلورمه زړۀ چار بېته :
سر: مالياره شه بېدار ګلشن دې تاله کېږي
زاغان لکه طوطيان خوري د سرو شونډو چوارې
پراته په خراسان
بند: کارونه د اورنګ همه واړه بد رنګ
نا حق غواړي قلنګ
پښتون يم په اجداد باندې لرم تورې تېرې
مئين نه يم په ځان
کسر:
يو لس سره په شمار کۀ دوه کم اتيا پرې بار کۀ
فدا ځان دې تيار کۀ
عصا دې لاس کښې رپي سوچ کوه د هدېرې
فاني دې د جهان
د چاربېتې زمانه شاعر پخپله په کسر کښې ښودلې ده 1178هـ چې ترې 1745ء
نه راويت کوي چې فدا ګل عرف پېډيا بابا په صوابۍ کښې پېدا شوے وو ـ او بيا
د هزارې لالو ګلۍ کښې اوسېدۀ ـ د شاعر د الفاظو نه معلومېږي چې شاعر په ادب
پښتون دښمني ورته عيانه ده ـ خو د چاربېتې خپل په ځان باندې دومره ترقي نه
وه کړې چې شاعر نن صبا دا چاربېتېه څنګه ليکلے کېږي ـ هغه شان ليکلے وے ۔
دا کړه بنده چاربيته ده او سر سره درې ځله ګنډلے کيږى ، يعنى درې جزونه لري
او د بابا چاربېته يو جزدے ـ د اوسني دور چاربېتې مثال ذېل دے
سر: باڼه دې تېرۀ غشي ـ ابرو لکه کمان
اننګ دې سرۀ انار دي د کابل او قندهار
سينه لرې ګل زار
کړه: باڼه دې لکه تير خخيږي په ضمير
عجب لري تاثير
دشرمه دې جبين ته سړے نېغ کتلے نه شی
بانۂ دې تېرۂ غشی
جبين دې چمکدار ښائسته دے مزېدار
سرو ټيک دې پرې انګار
ځليږي لکه ستورې خاص په مينځ کښې د اسمان
ابرو لري کمان
ځلېږي لکه نمر شرمېږي ترې قمر
برېښېږي ترې نظر
پېزوان دې په سرو شونډو د سرو زرو شغله دار
سينه لرې ګلزار
(اقبال خان اوګۍ)
يوه کړه هيله تامه شوه ـ د با با چاربېته د چاربېتو په لړۍ کښې شمار ده خو
مکمل چاربېته نه ده نيمګړتيا لري ـ
پنځمه چار بېته :
پنځمه چاربېته د خواجه رازق الله ده ـ د خواجه رازق الله تعلق د افغانستان
سره دے ـ د غزل شاعر دے ولې په چاربېته کښې يې هم طبع ازمائي کړې ده ښه غزل
ګو دے ، ولې د چاربېتې صنف د خواجه رازق لله په وخت کښې ماشوم وو ـ هم دغه
وجه ده چې چاربېته ئې د غزل د ميعار نه ده ـ د خواجه رازق لله د زېږېدنې
نېټه 1159هـ ده د خواجه رازق الله چاربېته چې مونږ ته رسېدلې ده يوه مرکب
چاربېته ده سر ئې د مثمن چاربېتې دے او کړه وړه ئې د مستزادچاربېتې دي ـ په
مثمن چار بېته او مستزادچاربېته باندې د چاربېتې دکورونوپه باب کښې بحث شوے
دے ـ خو له دې نه څرګندېږي چې دواړه کورونه په اولس کښې هغه وخت يعني په
1159هـ کښې متعارف وو ـ
اوربل دې نيمه شپه شوله قراره
په مينځ کښې نرۍ کرښه د کذاب
ستا مخ صبح صادق شو صبا ياره
درنګ ساعت له به راوخېژي افتاب
د کسر کړه:
خواجه رازق ﷲ وائي چې ياري شي په نرمۍ
دا کار نه دے چل ول دے
په نرمه ژبه نوش کړه سره لبان د لېونۍ
کۀ دې له دې اټکل دے
ياري وه د فرهاد په مصلحت د شيرنۍ
د درخو د زلفو ول دے
ادم ئې لېونے کړو ځکه ګرځي نا قراره
نه ئې خوب شته نه ئې خواب
د خواجه رازق الله د يوې بلې چاربېتې سر محترمې غوټۍ خاورې په ص 151 خپل
دا دے ـ
بيګا به د رېبار سره ورځم ننواتې
اشنا دې مراور زما
ناغه به ورکوم سره اننګي شونډې نباتې
پخلا که شي دلبر زما
تر اتلسمې پېړۍ پورې مونږ څخه پنځه چاربېتې او يو سر دے ـ شاعران ئې ټول
ادبې شاعران دي ـ ولې بيا هم د چاربېتې د ميعاري چاربېتو په څېر نه دي ـ
ډېرې خامۍ پکښې په نظر راځي ـ وجه ئې صفا ظاهره ده چې اتلسمې پېړۍ پورې د
چاربېتې صنف دومره ترقي نه وه کړې ـ خو دغه کمزورې چاربېتې د شاهکار
چاربېتو سنګ ميل دے ـ خوددې دا مطلب هم نه دے چې د اتلسمې پېړۍ نه مخکښې په
اولس کښې چاربېته نۀ وه ـ خو هغه چاربېتې د هغه شاعرانو او خلقو په سينو
کښې په توروخاورو کښې خخې شوې ـ په اتلسمې پېړۍ کښې يوه لويه ډله د شاعرانو
او د هغوې چاربېتې د جمز ډار مسټېټر په زيار په قرطاس ابيض باندې محفوظه
پاتې شي ـ کوم شاعران د 1886ء نه مخکښې مړه دي هغوې ته ډار مسټېټر مړ ليکل
دي ـ ولې په نورو کښې هم د چا تاريخ پېدائش يا عمر څۀ تعين نشته ـ اولنې
چاربېته مونږ څخه د تائيمني ده ـ په چاربېته باندي وړاندې په تفصيل سره بحث
شوے دے ـ دې پسې په دغه رنګ کښې دويمه زاړه چاربېته د ډکي د غذا چار بېته
ده ـ چې د افغانستان د لال پورۍ شريف شاعر وئيلے ده ـ
له هندوستانه کاغذونه راغلۀ
امير صاحب له فريادونه راغلۀ
نن مې جګړه ده له کفاره سره
بېتلتون مې نه پرېدي له ياره سره
بېتې شپږم قسم د لاندې ليکلې ده ـ مجروح ورته شپږم قسم وائي حالانکې دا
اولنے قسم دے ـ
سر: کارونه ګوره د خاوند
نور به ئې نه ؤ په دنيا ژوند وخت د زوال وو پرې خزان ولګېده
د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده
کړه: کارونه ګوره د سبحان
شو ننګرهار نه را روان
مزل ئې کولو په تلوار
ملتان د ډلې ؤ سردار
مخکښې به تلو لکه د شېر
ملګري وو ورسره ډېر
داړې به کولې دوې مدام
چرې ګېر شوي نۀ ؤ په دام
د تورې غږ ئي په هندوستان ولګېد
د سوړېزو لاندې ملتان ولګېد
اوس که دې چار بېتې ته مونږ وګورود يوې معياري چاربېتې په څېر ئې کړه ، سر
سره تړلې شوې نه ده ـ د چار بېتې کړه به دوه ځله د سر سره يو ځل ٫٫نور په
دنيا ژوند ،، او بل ځل به د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده ، تړلې کېده ولې
شاعر په يو مقام د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده باندې د سر سره تړلې ده ـ دې
پسې څلورمه زاړه چاربېته د قاضي ګل ده ـ چې د خپل ځوي په مړينه ئې ليکلے ده
ـ
سر: طوطي له مانه مراور ځي
کړےئې نيت دے په سفر ځي
بيا به رانه شي سر دوباره
اوسوم په اور غني ستاره