غزل

د جنګونو په دوزخ کې، جنتي افغانان وسول

Pir Mohammad Karwan

د باروتو سرولمبو کې،سپین د سولې مرغان وسول

خزان او ر په بهار بل کړ،د ژوندون ګلونه وچ شول

اواره نغمې ایرې شوې،مهاجر بلبلان وسول

د باروتو ښامارانو،اسو ېلوکې لمبې پوکړې

د جونګړو ډیوې مړې شوې، د رڼا بتنګان وسول

قافلې ستړې ستومانه،د ژوندون په پېج وخم کې

لأري پټې په سکروټو،د وفا قاصدان وسول

هر ارمان شو ژوبل  ژوبل،ډیرې هیلې هدیرې شوې

د رڼو اوښکو ډیوو کې د سرو وینو ګلان وسول

شو ګیرې اوږ دېاوږدې شوې، شپه دغم په تیارو پټه

د سبا ستورې برېښ نه کړي ، دسپیدو په ګریوان وسول

په نغمو کي کړیکې کړیکې ،ویر په زیرو بم کې خپور دی

پر دیسیان له ډیرې مینی ،دوطن په ارمان وسول

دمو دو مودو یارانو ، یودبل دیدن ونه کړ

دوصال په تمه تمه ،په لمبو د هجران وسول

د زړه کب په وچه پروت دی ،دوصال سمندر څه شو

دسرو وینو سره ګو هریې ، بس په یاد د جانان وسول

د ګو لیو بارن اوری ، لاله ترمي پروت دی

خپلې پاڼي یې سپر غۍ شوي ،هغه سره ارغوان وسول

هسیې نه چي سر یې لوڅ شي ، دایشیا د ښکلې ناوې

وینم خوب او که په اوریې ، سره ټکري دالوان وسول

زماني له خوابه پا څه ،دوجدان غږونه واوره

دغه کوم عدل انصاف دی ، چې حقوق دانسان وسول

افغاني جرس فریاد کړي ،ځي کاروان دشهیدانو

نور څوک نه دي دلته هاته ، دیوې مور بچیان وسول