غزل د ستا د حسن تماشې واخستم Khatir Afridi Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د ستا د حسن تماشې واخستم لکه لوګی په سر لمبې واخستم 02 لاس خو يې رانه کړو چې مخ پټوي ګوري ياران مې د غم شپې واخستم 03 دا درته سوال کړم چې سوال نشم کړلی وايي خله ته چې ستا اسرې واخستم 04 سبا مې بيا په زولنو کښې ګوره نن يې چې فکر دکوڅې واخستم 05 سم دې د مخ په سبا پوه نه شومه که دې د زلفو تورې شپې واخستم 06 کور د ژوندون راته يو پور ښکاره شو چې تصور د هديرې واخستم 07 بس يادوم دې نور مې مه تنګوه چرته مې هېر نشي غصې واخستم 08 خاطره ته او دا دنيا دې پوه شه زه بس د عشق يوې قصې واخستم Dictionary meaning × Headword