شعر

د زاهد په کا ڼو ژوبل ، دسا قې په غیږ کې پروت وای

Pir Mohammad Karwan

یا دسرو وینو یو خال وای ، دتندې په غیږ کې پروت وای

ګرم عشق وای ویلې کړې ، دګودر اوبو کې حل وای

پښتنی لپو کی جګ وای ، دمنګې په غیږ کې پروت وای

چا په څڼو کې ټمبلی ، چا پټکو کې لګولې

لوغړن سوی ببری وای ، دکودې په غیږ کې پروت وای

سوی لوی سپیلنی وای ، دیار حسن ته لوګی وای

دپښتو دسرو سکر وټو ، دنغرې په غیږ کې پروت وای

چی دمینی مړاوی ګل مې،په سرو وینو را ژوندی وای

خیردی زه دی ځوانیمرګ هم،دمرګې په غیږکې پروت وای

دکاروان یو خوږ غزل وای ،دځګیروې په غیږکښی پروت وای