نظم

د ژړا ځاى

Darwish Durrani

زه وم پېغله ، تاسي چيغه کړه چي جنګ دئ

پر وطن مو دښمن راغى کار د ننګ دئ

زما پلار درسره لاړ په دغه وخت کي

سو نصيب زموږ هم وياړ په دغه وخت کي

ننګياليو پر دښمن وکړل وارونه

جنګياليو کول داسي ګزارونه

چي تکان ترې د دښمن لوى لښکر و خوړ

زما پلار چي په دا جنګ کي خپل سر و خوړ

تاسي وويل و ما ته چي مه ژاړه

ټېنګه کړې ده اوس موږ د دښمن غاړه

وخت نژدې دئ چي هغه به بربادېږي

ستا وطن به ستا دپاره آبادېږي

بې اسرې ګوره و نه وايې خپل ځان ته

شهيد پلار چي يې ورکړې و کوم ځوان ته

د وطن د ښو ځوانانو هغه سر دئ

سور ګلاب دئ ، د سهار په پرخه تر دئ

په لږ وخت کي به واده سې و هغه ته

ور نژدې به لکه زړه سې و هغه ته

نو په دې خوږه وينا سوم زه ډاډمنه

و مي نه ژړل ، رښتيا سوم زه ډاډمنه

زه واده سوم تاسي بيا راغلاست چي جنګ دئ

زوړ دښمن خو مو ايستلى ښه په ننګ دئ

خو چي څوک يې په ايستو کي زموږ مل و

د رښتيا ملګرى نه و ، هغه غل و

چي ريښې يې د غليم راسره پرې کړې

نو يې ټينګي په دې ځاى کي خپلي پښې کړې

زموږ جنګ سو د هغه سره بيا نوى

آزاد نه يو تش دښمن دئ بدل سوى

اوس له تاسي هم په دې کي مرسته غواړو

نو په دا زما مېړه درسره لاړو

چي هغه سو قرباني نو تاسي واړه

راغلاست ما ته چي مه بېره کوه مه ژاړه

ستا سړى که تللى خوا ته د جنت دئ

په وجود کي ستا يې پروت يو امانت دئ

هيله دا کوو د خدايه چي دا زوى سي

ستا د کور روښان څراغ به وي چي لوى سي

نو په دې خوږه وينا سومه زه ډاډمنه

و مي نه ژړل ، زه بيا سومه ډاډمنه

امانت زما د ګران شهيد چي زوى سو

دغه زوى په تېرېدو د عمر لوى سو

تاسي بيا راغلاست چي ختم لا جنګ نه دئ

رسېدلى پاى ته کار لا د ننګ نه دئ

يو ځل بيا زموږ دښمن دئ بدل سوى

يو ځل بيا زموږ په کور کي سو جنګ نوى

اوس له تاسو هم په دې کي مرسته غواړو

نو زما ځلمى زوى هم درسره لاړو

د هغه والوت د تنه سره سر هم

ما ته ځکه چا را نه وړ دا خبر هم

چي له ما بل جنګيالى نه ورته لاس ته

د زوى کونډه مي د پلار پر کور ده ناسته

اوس به زه او هغه دواړي سره ژاړو

په دې نه چي کور سپېره سو زموږ دواړو

ژړا دا ده چي که دلته په دې رنګه

بدلوو دښمن ، موږ پس له هره جنګه

نو خداى مه کړه چي يو داسي بد حال خور سي

چي هر کور زما په شان د ويجاړ کور سي

مرګ يې وګنډي د هر نرګاړي شونډي

سي له موږه سره پاته کونډي کونډي