غزل
په هره اوښکه کښې مو لمر ويدۀ دے
Darwish Durraniپه هره اوښکه کښې مو لمر ويدۀ دے
ځپلو! ويښ ئې کړئ سحر ويدۀ دے
د دوزخيانو په حال څۀ خبريږي
څوک چې پر غاړه د کوثر ويدۀ دے
لږ ساعت مخ راڅخه مۀ اړوه
ستا پر بارخو زما نظر ويدۀ دے
د دې اولس په ظاهر مۀ تېر وځه
سترګې ئې روڼې دي مګر ويدۀ دے
بيا د غفلت په څنګه تور تلتک کښې
درويش نغښتے دے خپل سر، ويدۀ دے