نظم
وسوسې
Darwish Durraniپرون ما ليدلې پېغله وه که حوره
غټي سترګي چي يې ډکي وې له نوره
بې اختياره يې نن راغلم د کور خوا ته
ورته ګرځم کله مخته کله شا ته
زړه مي وايي که هغه د بام د سره
دلته و ويني ما داسي در په دره
په خبره ګوندي پوه سي دا پخپله
چي زه ګرځم په دې ځاى کي داسي څله
زړه يې و تخنېږي ، سي لږ ناقراره
لاندي راسي مخ ته و نيسي هينداره
په نريو ګوتو سم ورېښمين اوربل کړي
را اوچت د دروازې و خوا ته پل کړي
بيا را خلاصه ډېره ورو ورو دروازه سي
د سپوږمۍ رنګه يې مخ ترې را ښکاره سي
په لټون يې ترهېدلى شان نظر سي
چي کوم وخت زما پر سترګو برابر سي
څه موسکا يې پر سرو شونډو را خوره سي
بېرته ننوزي او بنده دروازه سي
خو چي ځي ، زما زړګى ورسره واخلي
ما راوړى دا غمى ورسره واخلي
په دې هيله چي زړګى به له ما واخلي
ما راوړى دا غمى به له ما واخلي
مګر بېره سته چي دا رنګه و نه سي
چي زه نه غواړمه هغسي کار وسي
ناخبره وي هغه له دې پخپله
چي زه ګرځم په دې ځاى کي داسي څله
په خپل کار وي بوخته دغه ملغلره
په دا وخت کي سي ور ياده څه خبره
په دې نيت له خپله کوره را بهر سي
چي د خپل يو ګاونډي کره لږ ور سي
زه ولاړ يمه او دا سي تر ما تېره
بې خبره ، بې پروا سي تر ما تېره
دا و نه ګوري چي دغه اوس څه شى دئ
سپېره بوټى دئ که کاڼى که سړى دئ
په دا توګه مي زړګى کړي تر پښو لاندي
ما راوړى دا غمى کړي تر پښو لاندي
بې اختياره يې نن راغلم د کور خوا ته
يم ولاړ يې کله مخته کله شا ته
بېره سته چي مي زړګى کړي تر پښو لاندي
ما راوړى دا غمى کړي تر پښو لاندي
او کېداى سي چي تش دا رنګه و نه سي
تر دې پېښي لا هم لويه پېښه وسي
چي خبره په دې راز سي هغه کله
چي زه ګرځم په دې ځاى کي داسي څله
نو له ډېره قهره اور واخلي لمبه سي
په رښتيا يوه پتمنه پښتنه سي
چي را وزي نو په لاس کي يې توپک وي
څو ګولۍ يې ور وستلي وي او ډک وي
سمدلاسه دا توپک و ما ته سم کړي
د ګوليو مخ چټک و ما ته سم کړي
پر ماشه باندي پرته ګوته را کش کړي
قيامت جوړ سي چي يوه ګوته را کش کړي
په سينه کي مي زړګى کاندي په نخښه
ما راوړى دا غمى کاندي په نخښه