غزل د عالم په رنگينو کې دغه برخه د سړي ده Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د عالم په رنگينو کې دغه برخه د سړي ده کله وايي چې يخني ده، کله وايي چې گرمي ده 02 کور په سرو اسوېلو کړې کېږدۍ جوړې د تڼاکو خښو يې گرم هېواد نه دی خو مجبوره ده يخني ده 03 دا چې ويښه ورته وايو ارږمی مې د فطرت دی دا چې پوهه ورته وايو دا همه بې خبري ده 04 ځان ليدل په بل کې غم شي اختلاف د غم سبب وي چا که ځان په ځان کې وليد د ټول عمر بې غمي ده 05 د کمال له خاوندانو دنيا ځان ته کړه ودانه په تيرو کې د هر ستوري ښکاره خپله رڼايي ده 06 ای زما پښتون ارمانه اسرې پرېږده چې کامل شې ستا د ظرف امتحان ته خو لازمه بې کسي ده 07 عشقه تا د يار باڼه کړل دغونچې هسې حمزه ته که ويل ورته هوس به چې پنجه د امزري ده Dictionary meaning × Headword