غزل
د عالم په رنگينو کې دغه برخه د سړي ده
امیر حمزه شینوارید عالم په رنگينو کې دغه برخه د سړي ده
کله وايي چې يخني ده، کله وايي چې گرمي ده
کور په سرو اسوېلو کړې کېږدۍ جوړې د تڼاکو
خښو يې گرم هېواد نه دی خو مجبوره ده يخني ده
دا چې ويښه ورته وايو ارږمی مې د فطرت دی
دا چې پوهه ورته وايو دا همه بې خبري ده
ځان ليدل په بل کې غم شي اختلاف د غم سبب وي
چا که ځان په ځان کې وليد د ټول عمر بې غمي ده
د کمال له خاوندانو دنيا ځان ته کړه ودانه
په تيرو کې د هر ستوري ښکاره خپله رڼايي ده
ای زما پښتون ارمانه اسرې پرېږده چې کامل شې
ستا د ظرف امتحان ته خو لازمه بې کسي ده
عشقه تا د يار باڼه کړل دغونچې هسې حمزه ته
که ويل ورته هوس به چې پنجه د امزري ده