نظم
د اميد رڼا
Gul Pacha Ulfatامتحان دې ډېر نژدې دی چې به څه درنه جوړېږي
هغه ورځ ده اوس راغلی چې احوال دې معلومېږي
ستا په مخ کې لاخره وينم څاروی ځي له تانه وړاندې
ستا رفتار که همدغه وي خره به وخاندي درباندې
نوی دور دی راغلی
يوه نوی رڼا وينم
دا زوړ حال نه پاتی کېږي
چې د وخت تقاضا وينم
توره شپه په ختمېدو ده
رڼايي د سبا وينم
نوی ژوند راځي هر گوره
نوی نوی هوا وينم
تحول دی چې را درومي د افغان او پښتون کور ته
ښه موسم د تکامل دی ځی چې ځو دکمال لورته
زمانه راوړي هر وخت کښې
نوی نوی پيغامونه
معلم دزمانې تل
راکوي نوی درسونه
دا دنيا يو پوهنتون دی
شاگردان يې ولسونه
تا څه زده کړه له دې عصره
ای افغانه ای پښتونه !
سوال دمرگ او دژوند پېښ دی
مگر ستا پوهول گران دی
ته لا پروت يې په تياره کښې
نور سپوږمۍ ته ځي روان دی
داسې ژوند دی ستا په برخه
چې نور ټول ترې گرېزان دی
لږ څه وغړوه سترگې
چې ته څه يې نور څه شان دی