نظم

د هنر تېشه

Abdul Bari Jahani

که زه شاعر نه واى

مين نه واى

ستايلاى مي نه

نو ته به چا ستايلاى

دا خو دا زما د ميني اور وو چي لمبه لمبه سو

ستا دجمال ډېوه يې بله کړله

او له تيارو څخه در واوښتې زلخوږي سترګي

دا خو دا زما چيغو شنوا کړله کاڼه غوږونه

دا خو هم زه وم چي مي ګرم کړل رنګين مي کړله

ستا محفلونه

د وفا او د جفا نکلونه

زما د هنر تېشې دي پښو ته کړل کاږه سرونه

او نن دا زه هم

د څو نورو ببر سرو په څېر

تېشه په لاس قلم په ګوتو سرګردانه ګرځم

خو لا دي هم ستايمه

او لا ماشوم زړه غولوم لا دي د ځان بولمه

ته دي د شمعي په څېر ولګېږې

او ما به سوځي سرابي خيالونه

ته دي بلېږې ستا لمبه خو د وژلو نه ده

او د هنر تېشه مي

هغه تېشه چي ته يې وتراشلې

او ستا تر پښو به يې سجدې بللې

څه جوړولاى سي تراشلاى يې سي

هغه د بت او بتخانې د ړنګولو نه ده