نظم

د هنر تېشه

عبدالباري جهاني

که زه شاعر نه واى ـ

مين نه واى ـ

ستايلاى مي نه ـ

نو ته به چا ستايلاى ـ

دا خو دا زما د ميني اور وو چي لمبه لمبه سو ـ

ستا دجمال ډېوه يې بله کړله ـ

او له تيارو څخه در واوښتې زلخوږي سترګي ـ

دا خو دا زما چيغو شنوا کړله کاڼه غوږونه ـ

دا خو هم زه وم چي مي ګرم کړل رنګين مي کړله ـ

ستا محفلونه ـ

د وفا او د جفا نکلونه ـ

زما د هنر تېشې دي پښو ته کړل کاږه سرونه ـ

او نن دا زه هم ـ

د څو نورو ببر سرو په څېر ـ

تېشه په لاس قلم په ګوتو سرګردانه ګرځم ـ

خو لا دي هم ستايمه ـ

او لا ماشوم زړه غولوم لا دي د ځان بولمه ـ

ته دي د شمعي په څېر ولګېږې ـ

او ما به سوځي سرابي خيالونه ـ

ته دي بلېږې ستا لمبه خو د وژلو نه ده ـ

او د هنر تېشه مي ـ

هغه تېشه چي ته يې وتراشلې ـ

او ستا تر پښو به يې سجدې بللې ـ

څه جوړولاى سي تراشلاى يې سي ـ

هغه د بت او بتخانې د ړنګولو نه ده ـ