غزل د اشنا التفاتو نه چې له ما بېرته په شا شو Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د اشنا التفاتو نه چې له ما بېرته په شا شو د ترخو نه يې هم ځار شم خواږه يې چې د چا شو 02 ته زما نه مرور شه زه به ستا نه مرور شم چې درېيم ته ضرور نه وي مونږ پخپله چې پخلا شو 03 هغه حسن چې ترې نه مري اور د مينې تل پرې بل وي عجيبه ده چې څوک وايي پيدا ښکلي بې وفا شو 04 نن مې خولې ته ستا په مخکې بوږنېدلي زبېرگي راغلل په څه هسې شان کې راغلې دا زغمجن هم وارخطا شو 05 حمزه! ښه شوه چې دوا دې دا د عشق دردونه نه شول بيا په عشق پسې په درد وي که دردونه دې دوا شو Dictionary meaning × Headword