غزل د اشنا التفاتو نه چې له ما بېرته په شا شو امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 د اشنا التفاتو نه چې له ما بېرته په شا شو د ترخو نه يې هم ځار شم خواږه يې چې د چا شو 02 ته زما نه مرور شه زه به ستا نه مرور شم چې درېيم ته ضرور نه وي مونږ پخپله چې پخلا شو 03 هغه حسن چې ترې نه مري اور د مينې تل پرې بل وي عجيبه ده چې څوک وايي پيدا ښکلي بې وفا شو 04 نن مې خولې ته ستا په مخکې بوږنېدلي زبېرگي راغلل په څه هسې شان کې راغلې دا زغمجن هم وارخطا شو 05 حمزه! ښه شوه چې دوا دې دا د عشق دردونه نه شول بيا په عشق پسې په درد وي که دردونه دې دوا شو د قاموس مانا × اصلي کلمه