غزل
د آشنا له لاسه ناست يم په زړه ستړی
Rahman Babaد آشنا له لاسه ناست يم په زړه ستړی
په فلوس مې په کار نه دی درست وگړی
چې په ژوند يې طمع پرېکړی شي له ژونده
نور په څه باندې وېرېږي سر پرېکړی
که ژوندون د عاشقانو په وصال وي
زه مهجور يم په دغه روايت مړی
خوږ ژوندون مې جداييه هسې تريخ کړ
چې دغم له تلخۍ دم نه شم رانغړی
دا صورت په مثال خس محبت اور شه
ترو د اور په مخ کې څه کاندي خسړی
لا علاج به لکه اوښ بار برداري کا
چې په پوزه يې پېزوان شي د عشق پړی
له احواله يې ورو ورو پښتۍ يارانو
بېلتانه د رحمان وار دی خطا کړی