نظم
د بهار فيض
Gul Pacha Ulfatپسرلی بيا راغی وطن ته له فيضانه سره
بيايې راوړی ډېر گلونه دي له ځانه سره
په يوه مياشت کښې گوره حمل په غوايی شي بدل
پسرلی دغسې کومک کړي له دهقانه سره
واړه جهان گل وگلزار شه د بهار له فيضه
مينه پيدا شوه د هر چا له دې جهانه سره
په غرو رغو کښې دگلانو چمنو نه وينم
سل آفرينه په بهار له دې احسانه سره
د غوټۍ زړه په باغ کښې تنگ شه د صحرا په ارمان
ريدي دامان ته دي وتلی ارغوانه سره
زمکې آغوستی سر تر پايه شنه جامه د جنت
ځکه سيالي کوي له شنه ډنډ د اسمانه سره
چې شنه پټي سمسور باغونه دلته هلته وينم
دهقانه ستا کور دې ودان وي له باغوانه سره