غزل
د بې دردو همدمي به دې بې درد کا
Rahman Babaد بې دردو همدمي به دې بې درد کا
د نامردو همدمي به دې نامرد کا
صحبت بې تاثيره نه دی دا حديث دی
کنگو نمري د کنگو په څېر زرد کا
هر کالی چې څوک په ځمکه باندې کېږدي
هغه ځمکه يې له جنسه د خپل گردکا
په مجلس د وېره ژليو څوک ور مه شه
که صحيح و سلامت وي آه سرد کا
چې دويې له ميانه لرې شي رحمانه
معشوقي عاشق په خپله ناز پرورد کا