غزل

د دلبرو په درگاه

Rahman Baba

د دلبرو په درگاه

نه حرمت لرم نه جاه

غوڅوي مې د زړه ولې

د چشمانو په نگاه

هومره قدر مې نشته

لکه قدر د گياه

يو نظر راباندې نه کا

از برای عندالله

هېڅ له ځانه خبر نه يم

چې يې څه لرم گناه

که له غمه يې سر پټ کړم

بل سر نه لرم پناه

د رحمان په څېر ومه شه

حال احوال د چا تباه