نظم
د فطرت مرسته
Darwish Durraniده رڼا يې ډېره تته ، ډېره کمه
بله دا چي دا جونګړه نه ده سمه
ور ته ګوره څومره تنګه او وړه ده
تر نيکه زما ، په عمر دا زړه ده
چي وخت راسي نو په دې به شرمنده يم
چي د څنګه مېلمانه چي زه کوربه يم
د هغه د شان وړ ځاى را سره نسته
داسي لوى او ښکلى سراى را سره نسته
چي په يخو او خوږو نغمو ودان وي
په رڼا د يوه لوى څراغ روښان وي
ومه ناست د هغه تت څراغ رڼا ته
چي تر اوسه لا څه تېل وو پکښي پاته
مګر دغه تېل زما تر اړتيا کم وو
په نن شپه کي مي رښتيا تر اړتيا کم وو
ما ويل که مېلمه ژر را نغى کور ته
ټينګ به نه سي دغه تېل د څراغ اور ته
ژر به وسوځي او ډېر ژر به تمام سي
په تياره به پټ زما غولى او بام سي
او زما دا اندېښنه بېځايه نه وه
په رښتيا دا اندېښنه بېځايه نه وه
همدغسي يو حالت راغى را باندي
تېل تمام سول د هغه تر راتګ وړاندي
زما زړه په دغه حال کي په درزا سو
درزا څه وه ، هغه دا رنګه ګويا سو
چي جونګړه هسي هم وه ډېره تنګه
د دې لوى مېلمانه وړ نه وه هيڅ رنګه
اوس بيا ګوره چي څراغ هم پکښي مړ سو
ښه سوه توره چي څراغ هم پکښي مړ سو
نو مېلمه کښېنوم خدايه زه اوس چرته
هغه بوزم له دې ځايه زه اوس چرته
زما زړه چي ويل کوم څه په درزا کي
د " فطرت " به خيال بند سوى وي په دا کي
په خبره به يې سم وي پوهېدلى
جي ډېر ښه زما په غم وي پوهېدلى
نو به زړه وي د هغه را باندي سوى
په خپل کار پسې به ژر وي روان سوى
ځنډېدلى به وي خود چرته پر لاره
غافل سوى مګر نه و دى له کاره
چي را ستون سو کله بېرته و دې لور ته
نو رڼا ښکارېده کښته او هم پورته
په مزه مزه يې لمر و را اخستى
دا څراغ هغه پر سر و را اخستى
چي بيا پورته را ته بل پر شنه اسمان و
زما کور غوندي د خداى دا ټول جهان و
دغه وخت نو زما ستر مېلمه هم راغى
چي يې وم په انتظار هغه هم راغى
زه خوشحاله وم او هسکه مي وه غاړه
چي زما کور او زما څراغ اوس دواړه
د دا هسي مېلمانه دپاره سم و
په رښتياهم ، نه څه زيات نه څه کم وو