نظم
د حقيقت ورځ
Gul Pacha Ulfatډېر ښايسته او سپين مخونه به تک توروي
ډېر ښاغلی به په دغه ورځ سرتور وي
چې پلو له مخه لرې دهر چا شي
دا رنگينې جامې څيرې د ريا شي
حقايق ټول را بهر شي له حجابه
پټ کارونه راڅرگند زما او ستا شي
که رازونه که رمزونه که اسرار دی
لکه ستوری د آسمان هسې رسوا شي
مقصدونه ، غرضونه، عملونه
بې پردې او بې سيرته برالا شي
د تلبيس ښايسته رنگونه ټول شي محوه
پخپل څېر ښکاره روا او ناروا شي
د هر چا زړه کې چې هر څه وي ليکلی
دی پخپله د هغه نقش گويا شي
هغه دغه ښه او بد مخو نه لوڅ کړی
توره شپه له مينځه لاړه شي سبائي
ليک د حق او حقيقت وي په هر لاس کې
د تيارو شپو واقعات واړه رڼا شي