نظم

د خسرو مرگ

Abdul Hamid Momand

په دا هسې وخت خسرو د گل په شان

له چمنه ددې د هر شه روان

له آرامه يې شو تن په تاب و تپ

د زحمت لېونی سپی که په خوله هپ

زېړ بشر يې هسې ليد شه په خولو کې

لکه پاڼې د خزان وي په اوبو کې

د صورت تازه بهار يې پژمرده شه

د مخ گل يې پکې مړاوی افسرده شه

نه دارو () باندې اثر کا نه دعا

اورېده يې شاهدان د مدعا

دم په دم يې زياتېدله بيماري

د مرگ غشی يې خوړلی وکاري!

بدر تن يې لکه مياشت (١) وږد ليد کوت شه

چې له درده نهايت قريب الموت شه

روبرو يې ځان ته کښېناوه فرزند خپل

په دا رنگې يې ادا که ورته پند خپل

چې له عمره بر خوردار شې زما لاله

تخت و بخت دې وه (١) بالا په هزار کاله

بادشاهي دې مبارک شه عدل داد کړه

پينځه وخته مهر داد د ځان او راد کړه

د اوبو په څېر سواري آهسته بيا يه

چې دې گرد په چا پرېنو ځي دلربايه

په خدمت له فقر اوو همت غواړه

له رضا ددغه قوم مه رغړوه غاړه

واقعي د دوی محبوب، محبوب د خدای دی

بې شبهې د دوی مغضوب ، مغضوب د خدای دی

مخالف ددې فرقې په زړه په خولې

هم هورې دي شرمېدلي، هم دلې

چې سرکوزی ددې خلقو په نياز دی

هغه کس په دواړو کونو سرفراز دی

ډېر شاهان دي په شاهۍ پښېمان شوي

عاقبت خرقه بدوش فقرال شوي

ډېر کنگال يې شاهان شوي په دعا دي

رسېدلي تر مطلب تر مدعا دي

هر دادي چې دې په در و دري دادکا

په فرياد له تا طلب د يو مراد کا

ورته مخ د عنايت په تبسم کړه

ورسره خوږ تر شکرو تکلم کړه

چرې نه وي چې هيبت وخوري له سهم

حال ويل يې همگي ووځي تر فهم

خود په خود اوسه په غور د غريب

معشوقه خپله مه سپاره په رقيب

د قلم په اهل هېڅ اعتماد مه کړه

بروسه په دغه اهل د داد مه کړه

همنشين د سياه دلو سياه دل وي

که يې گورې زيات په ظلم کې عادل وي

په هر زړه چې زخم ايښی د ستم وي

که نظر کړې هم له نوکه د قلم وي

د عالم د علم ښه قدر قيمت کړه

څو دې لاس رسي عمل په عزيمت کړه

دم قدم مخالفت مه کړه له شرعې

يو وېښته قدر خفت مه کړه له شرعې

فراست له شريعته سره مل کړه

هله وړاندې شه ښه کار وته عمل کړه

دا يې وويل و شاه ته بيا يې لاړه

ودانې د باد په ياد شوله ويجاړه

په ماتم يې هسې شور شه په جهان کې

چې يې حال له ورايه نه شي په بيان کې

هر سړي به پسې هسې سوې کريږ که

چې په تن به يې دمړيو غونی زيږ که

گاه گهې به هسې آه فرياد په زور شه

تا به وې گڼه اسمان پرېووت نسکور شه

مخ د زمکې په ژړا سره چقړ شه

او فلک د آه فرياد په لوگي خړ شه

په ماتم يې سيه پوش واړه خوبان شو

خاورې تيږې په سر لوني مېزبان شو

رسېدلی و هر چاته هسې سوی و

چې هر لوري ته يو هسې وير زگېروی و

هغه وخت سړی پېری و که پېريان وو

ځان په ځان په وير کې گډ د سليمان وو

دا ويل کړه تخت و تاج د حال په ژبه

چې سليمان د زمانې ومړ صاحبه

غرض دا چې نه يوازې شاه يتيم شه

د خسرو په مرگ عالم يتيم سقيم شه

هسې ډېر پرې د ژړا باران کېده

چې د اوښکو په اوبو ولمبېده

چې کېده به يې ژړا په هر سوزن

ورته واغوست شه په اوښکو لوند کفن

لکه نمر يې هسې مخ غرب د گور شه

توره شپه يې د بې کسو کلی کور شه

د جهان له ارت گاهه يې سفر شه

د لحد تنگ و تاريک ځای (يې) مقر شه

عاقبت يې تورې خاورې کړې ورباندې

پرېووت هغه صورت تر خاورو لاندې

چې پرون و خداوند د تخت و تاج

گورئ نن شه په يوه نمري محتاج

چې پرون باندې نيوه تاج و افسر شه

نن تر تورو خاورو لاندې هغه سر شه

چې پرون و په گل بوټو کې اورې

نن دوړېږي په هغو مخونو خاورې

چې پرون دې په نابات پورې کنې

نن دې خاورې په هغو خولو کې پرتې

چې دا هسې بې وفا بې اعتماد دی

د فلک په دار مدار څه اعتقاد دی

چې ثبات يې په مثال د برق وباد دی

په هغه داد و کرم څه اعتماد دی

هره چاره د دنيا برق و برېښنا ده

د برېښنا په رڼا ستن () پېيلې چا ده

د هېچا ورباندې نشته کار پوره

په برېښنا کې ليده نه شي لار پوره

لاله زار ددې دنيا يو هسې باغ دی

چې هر چا ورځنې وړی په زړه داغ دی

په دا باغ کې هسې گل نه دی چا ايښی

چې يې بيا په نيمه خوا نه دی پرېښی

په گلونو کې يې بوی د وفا نشته

په نسيم کې يې اثر د صفا نشته

هر آواز يې د بلبلو غم افزا دی

دا چغار چې ته واه واه گڼې وای وا دی

دا چې نه په کې غونچه خندا نه وينې

د غمجنو خسته زړه دی سور په وينې

هره پاڼه يې قميص د گلبدن دی

پاتو شوی په ښاخونو د چمن دی

چې ولاړ يې په ولو باندې سنبل دی

پاتو شوی دخوبانو تور کاکل دی

په هر ځای چې يې د سرو اقامت دی

نمونه د سرو قدو د قامت دی

چې لاله يې په هر کال له خاورو کېږي

سره رخسار نقطه د خال ده معلومېږي

چې په اصل کې يې نه وينې وفا

ځکه کوز گوري نرگس په پشت پا

چې دا هسې بې مروت او بې وفا دی

پيوستون په دا جهان پورې خطا دی

دا جهان څه ودانې نه ده فاني دی

هر ساعت يې ايښی مخ په ويراني دی

نه زما دی نه د ستا دی دا جهان

پاتې شونی له هر چا دی دا جهان

چې له اهل دجهان گرځي مرهوب

زه استاذ د افلاطون گڼم ميزوب

له فاني جهانه مخ په جاودان کړه

دا ويران پرېږده ويران هغه ودان کړه