نظم
د لاس نخښه
Darwish Durraniد اوبو واله چي ستاسي د کلا نه
را وتله او په وړاندي وه روانه
زرغونې وې په واښو د هغې غاړي
اچولي به وې ما پکښي پښې دواړي
دغه وخت به مي ټول خيال و ستا و لور ته
چي ختلې به يې اوس ته برج ته پورته
له هغه ځايه به زه درته ښکارېږم
ډېر به سم او ډېر به ښه درته ښکارېږم
په سبب زما د ناستي به هم پوه يې
په مطلب زما د ناستي به هم پوه يې
ستا به هم وي په سينه کي زړه د غوښي
ستا به هم وي د يارۍ خبري خوښي
د دا کار دپاره ما ښايي قبول کړې
يوه ورځ مي په رښتيا ښايي قبول کړې
په دې توګه چي دي زړه دې ته تيار سي
چي يو تار د يارانې مو تر منځ جار سي
نو دي ډکي په رڼا سي سترګي دواړي
ورو ورو راسې د والې تر يوې غاړي
په اوبو کي د خپل لاس نخښه را پرېږدې
په واله کي ما ته خاص نخښه را پرېږدې
په دې هيله چي څه خاص نخښه به راوړي
ستا واله ده ، ستا د لاس نخښه به راوړي
دا خبره چي مي ګرځېده په خيال کي
يو عجبه حال مي وليد په دې حال کي
اوبو راوړ يو انار داسي له پاسه
لکه وي چي راوتلى ستا د لاسه
ما ويل چي دا انار يو انار نه دئ
دا و ما ته را لېږلى تا خپل زړه دئ
دا په دا چي انار هم لکه يو زړه وي
له دننه دواړه سره وي او تک سره وي
مګر بېرته مي ويل داسي به نه وي
چي انار تا را لېږلى لکه زړه وي
په دې نيت چي لېونى دا در واخه
دا به هسي رالوېدلى وي له ښاخه
د والې دغو صفا اوبو ته لاندي
ته به هيڅ خبره نه يې په دې باندي
که هر څومره ليري ناست وم ستا له څنګه
خو په زړه کي ويل درته دا رنګه
چي که کړى ته پخپله هغه کار و
را لېږلى دي پرون ما ته انار و
نو به نن هم يو څه خاص نخښه را پرېږدې
په واله کي به د لاس نخښه را پرېږدې
په دا وخت کي په اوبو کي يو ګل راغى
ورپسې په ډېرو پاڼو کي بل راغى
ما ويل د يارانې تار دا دئ جار سو
په دې حال کي مي زړه دومره ناقرار سو
چي دستي د خپله ځايه سوم در پورته
تر سوري مي د کلا کتل ستا لور ته
وليد ما بدبخت مالي په سترګو خپلو
و لګيا د ګل د بوټو په تراشلو
دغه دوه ګله هم ده وو را پرې کړي
چي اوبو وو د والې تر ما راوړي