غزل
دا منم چې بې له ياره ژوندون گران دی
Hamza Shinwariدا منم چې بې له ياره ژوندون گران دی
خو ژوندون کله په خپله هم اسان دی
ارمان وايي چې په ما پورې خندا کا
مينه وايي چې سحر څيرې گرېوان دی
محبت چې ابتدا هم انتها ده!
هر مقام دی هر قدم ته امتحان دی
اول عکس و هر يو څيز بيا آيينه شو
چې حيرت له ځانه وړاندې شو حيران دی
ستا ککيو هسې شان راوکتل نن
چې يوه نقطه و ماته گرد جهان دی
چې نياز يې ستا په زړه څه اثر نه کا
دا خو ځکه چې احساس مې د افغان دی
حمزه! تندې د وصال يې وصال راووړ
دا ارمان خو مې لا هغسې ارمان دی