غزل
دا منم چې بې له ياره ژوندون گران دی
امیر حمزه شینواریدا منم چې بې له ياره ژوندون گران دی
خو ژوندون کله په خپله هم اسان دی
ارمان وايي چې په ما پورې خندا کا
مينه وايي چې سحر څيرې گرېوان دی
محبت چې ابتدا هم انتها ده!
هر مقام دی هر قدم ته امتحان دی
اول عکس و هر يو څيز بيا آيينه شو
چې حيرت له ځانه وړاندې شو حيران دی
ستا ککيو هسې شان راوکتل نن
چې يوه نقطه و ماته گرد جهان دی
چې نياز يې ستا په زړه څه اثر نه کا
دا خو ځکه چې احساس مې د افغان دی
حمزه! تندې د وصال يې وصال راووړ
دا ارمان خو مې لا هغسې ارمان دی