نظم

د مرغلرو امېل

Abdul Bari Jahani

د پسرلي په يوه ښکلي سهار

چي غوړېدلې وي پر مځکه د مستيو لمن

چي د خزانه بېخبره بلبل

زموږ د کړکۍ مخي ته

په نازولو په نازکو په بېصبره پنجو

د سرو غوټيو ګرېوانونه څيري

چي شيخ پرې ايښې وي د ذکر کيسه

چي د زاهد پر شونډو ګرځي د خيام ترانې

په مرغلينو څاڅکو

پرخي پرېولي وي غاټول او ګلاب

زه به راځم او ستا په غاړه کي به هار اچوم

هغه چي تل دي غوښتى

هغه چي ډېر دي خوښ وو

ستا د خوبونو ستا د هيلو امېل

پر سپين بارخو به دي راتوى سي له خوښيه اوښکي

دانه دانه به رغړي

غېږ به دي وغوړېږي

ما به دربولې څنګ ته

خوښي او بېره به دي پاڅي له خوبجنو سترګو

خوښي د سپينو مرغلرو د هار

او خوښي زما د ليدو

بېره مرموزه بېره

د بېلتانه خبري

د جدايۍ اندېښنه

خو زه به ليري يمه

د تندر ږغ به دي راويښه کي له خوبه څخه

او زما پر قبر به باران اورېږي