نظم
د مرغلرو امېل
عبدالباري جهانيد پسرلي په يوه ښکلي سهار ـ
چي غوړېدلې وي پر مځکه د مستيو لمن ـ
چي د خزانه بېخبره بلبل ـ
زموږ د کړکۍ مخي ته ـ
په نازولو په نازکو په بېصبره پنجو ـ
د سرو غوټيو ګرېوانونه څيري ـ
چي شيخ پرې ايښې وي د ذکر کيسه ـ
چي د زاهد پر شونډو ګرځي د خيام ترانې ـ
په مرغلينو څاڅکو ـ
پرخي پرېولي وي غاټول او ګلاب ـ
زه به راځم او ستا په غاړه کي به هار اچوم ـ
هغه چي تل دي غوښتى ـ
هغه چي ډېر دي خوښ وو ـ
ستا د خوبونو ستا د هيلو امېل ـ
پر سپين بارخو به دي راتوى سي له خوښيه اوښکي ـ
دانه دانه به رغړي ـ
غېږ به دي وغوړېږي ـ
ما به دربولې څنګ ته ـ
خوښي او بېره به دي پاڅي له خوبجنو سترګو ـ
خوښي د سپينو مرغلرو د هار ـ
او خوښي زما د ليدو ـ
بېره مرموزه بېره ـ
د بېلتانه خبري ـ
د جدايۍ اندېښنه ـ
خو زه به ليري يمه ـ
د تندر ږغ به دي راويښه کي له خوبه څخه ـ
او زما پر قبر به باران اورېږي ـ