نظم
د پښتون سندره
Gul Pacha Ulfatتېره توره مې ده خوښه غړۍ
نه مريو غوندې په غوږ کې سره کړۍ
شپه او ورځ له درنو پېټو لاندې خوښ يم
نه پردو مخکې ولاړ يوه گړۍ
چې پردو ته کوږ ولاړ وي کږه غاړه
د پښتون له کلي کوره يې شړئ
که په وينو يې کالي نه وي لړلی
پښتنو په داسې مړی مه ژاړئ
پښتانه چې د پردو په لاس کې وينئ
په پښتو او پښتنواله مه وياړئ
هېڅوک نشته چې غليم لره ووايي
پښتانه په کراچۍ ولې تړئ
پښتنواله به شي مړه پښتون به ورک شي
پښتنو ! که نن لاسو نه يو نه کړئ
بې له تورې پښتو نه تر سره کېږي
پښتو مري که يې له تورې بېله کړئ
څو چې جوړ پښتونستان او پښتون نه شي
پښتانه ځلمي دې نه تړي بگړۍ