نظم
د پسرلی زېری
Gul Pacha Ulfatراغی پسرلی بيا به وطڼ گل و گلزار شي
بيا به په چمن کې د بلبلو چغهار شي
دوه خواږه ياران به بيا طواف ددی گلشن کوي
جوړ به په وربل باندې د سرو گلو قطار شي
ډکه به لمنه د صحرا له زيړو گلو وي
بيا به شنه شالونه غرو رغو باندې اوار شي
کډې به باريږي د اوښانو غړغړې به وي
رنگ په رنگ ټيکری به بيا ښکاره په دغه لار شي
وايي به شپانه د شوق سندرې بيا دغرو په سر
وچ سپېره ډاگونه به رنگين او لاله زار شي
جوړ به په هر ځای کې بيا د لوبو ميدانو نه شي
بيا به له مستۍ نه شروشور جگ د آبشار شي
ښې خوږې سندرې به له شوقه لوی واړه وايي
پاڼې به رپيږي غږ به پورته د چنار شي
ښکلی به په گلو پسې ځي د باغ په لوری بيا
ناز به د خوبانو ټول په برخه د ماليار شي
زړوکې به گرمې او حرارت پيدا د مينی شي
څاڅکی د خولو به طراوت د مخ د يار شي
تاک به شي سرسبز نوی کيف به بيا پيدا کاندی
ځوړند به سرونه د غنچو بيا په خمار شي
يوځای به بلبله شي که خدای کاندی له گل سره
ښه وږمه د گلو به پخپله ښه رېبار شي