نظم د قدرت نشه Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 پخوانيو زمانو كي يو لوى ښار و چېرته ليري په شنو غرونو كي ايسار و 02 له نړۍ څخه يې بېل وه عادتونه له مخلوقه يې جلا وه رواجونه 03 يو يې دا و له سلګونو رواجونو پاچهي به هيچا نه كړل په كلونو 04 نه له پلاره پاتېده پاچهي زوى ته نه هوس د ميراث پاته كم او لوى ته 05 په دې ښار كي يې جوړ كړى يو ميدان و د ښار ټولو اوسېدونكو ته عيان و 06 هري درې مياشتي ميدان كي غونډېدله د قاضي مخي ته ټول حاضرېدله 07 لوى قاضي به ګيند را خوشي پر ميدان كړ او جارچي به په هغه ګړي اعلان كړ 08 كه هر چا كړ دا ګيند پورته زموږ پاچا دى پوره درې مياشتي امير دى زموږ پېشوا دى Dictionary meaning × Headword