غزل
د ساقي په لاس کې جام د ميوناب دی
Rahman Babaد ساقي په لاس کې جام د ميوناب دی
مطرب ايښی په زانو باندې رباب دی
محتسب په رقص گډ شه باک يې نشته
صوفي پروت په ميخانه مست وخراب دی
په رقيب باندې غفلت راغی ويده شه
يار پلو له مخه واخست بې حجاب دی
ته چې ما وته توبه وايې ناصحه
په دا وخت کې چا څخه د توبې تاب دی
زه چې ځان منع کوم د عشق له کاره
په دا هسې کار کې کوم سود او ثواب دی
دا اسمان چې لوی په عقل کې باله شي
په محيط دعاشقۍ کې يو حباب دی
هر چې ژغوري سرو مال په عاشقۍ کې
هغه کړی کور په مخ کې د سېلاب دی
ته چې خوب غواړې په عشق کې راته وايه
کوم چا کړی د مزري په خوله کې خواب دی
بې عمل که کتاب کېږدي په سر څه شو
گويا ايښی يې تر پښو لاندې کتاب دی
چې د شر له عملونو نه خير غواړي
تشنه لب غوندې سېر شوی په سراب دی
د دشمن له مکاريه ووېرېږه
په نرمۍ يې غلط مه شه سنگ در آب دی
عبادت په شتاب هسې کړه رحمانه!
لکه عمر چې دې تلونې په شتاب دی