غزل دا سرې غمجنې سترگې خو جلوت دی د ارمان Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دا سرې غمجنې سترگې خو جلوت دی د ارمان پرسان د زړه يې مه کړه چې خلوت دی د ارمان 02 ماشوم چې وي په مم دتصور هم شي پخلا توبه توبه شباب خو قيامت دی دارمان 03 دا خوی دی دهوس چې په طلب وي د وصال حاصل د محبت خو محبت دی دارمان 04 زړگيه ځان چې ژغورې د رقيب له ناکردو راغلی دې ښکارېږي چې شامت دی دارمان 05 بېلتون مې که پرېشانه شېرازه کړي دشعور بيا بيا چې شي راجمع کرامت دی د ارمان 06 ارمان مې مطمين دی چې به نه شي ځوانيمرگ چې ښکليه ستا په زړه هم حکومت دی دارمان 07 زاهد هسې عبث د ناکامۍ کړي شکايت اگاه نه شو دې لار کې ضرورت دی دارمان 08 پيدا پکې ورو ورو به شي ستا خوی دتغافل چې ستا له تصور سره صحبت دی د ارمان 09 حمزه په دې نقطه کې شي فنا همه لمحې بس کيف خو له يو آنه عبادت دی دارمان Dictionary meaning × Headword