غزل
دا سرې غمجنې سترگې خو جلوت دی د ارمان
امیر حمزه شینواریدا سرې غمجنې سترگې خو جلوت دی د ارمان
پرسان د زړه يې مه کړه چې خلوت دی د ارمان
ماشوم چې وي په مم دتصور هم شي پخلا
توبه توبه شباب خو قيامت دی دارمان
دا خوی دی دهوس چې په طلب وي د وصال
حاصل د محبت خو محبت دی دارمان
زړگيه ځان چې ژغورې د رقيب له ناکردو
راغلی دې ښکارېږي چې شامت دی دارمان
بېلتون مې که پرېشانه شېرازه کړي دشعور
بيا بيا چې شي راجمع کرامت دی د ارمان
ارمان مې مطمين دی چې به نه شي ځوانيمرگ
چې ښکليه ستا په زړه هم حکومت دی دارمان
زاهد هسې عبث د ناکامۍ کړي شکايت
اگاه نه شو دې لار کې ضرورت دی دارمان
پيدا پکې ورو ورو به شي ستا خوی دتغافل
چې ستا له تصور سره صحبت دی د ارمان
حمزه په دې نقطه کې شي فنا همه لمحې
بس کيف خو له يو آنه عبادت دی دارمان