نظم
د شاه کوترې
Abdul Hamid Momandچې صبا کا د نمر باز په اول بار
سيل د ستوريو دکوترو تار په تار
راغی شاه د کوترو په بام وخوت
د آسمان د پاسه نمر په اکرام وخوت
هغه بام په بلندۍ لکه فلک و
دکوترو هر يو گروه پکې ملک و
ورته ايښی و تيار تل زمانې
آفتاب لوښی د اوبو ستوري دانې
نگارينې يې له څېر مې وي نگارې
هوسۍ سپينې په معنی سمن عذارې
وې تورې له خوبۍ په جست جوی
لکه سر دنوي ناوې عنبر بوی
او ځينې پکې په هسې لطافت وي
چې دچين له دلستانو په صورت وې
چې به ټولې يومکان کې رنگ په رنگ شوې
په هېئت به لکه نقش د پلنگ شوې
چې به دوی پورته اسمان ته په څرخ لاړې
په يوه څرخ به شوې وچې دڅرخ لاړې
په هوا به هسې غرقې لاړې شونې
چې ليدی به په اسمان لکه پېرونې
چې به شاه په لاس شپېلۍ کړه د پرواز
په پرواز به کړه همه واړو آواز
د سليمان (ع) په څېر په سر دشاه کوترې
گرځېدې لکه مرغان سايه گسترې
هسې رنگ به يې په سر په برکه هر جمعې
لکه سوي پتنگان په سر د شمعې
له عيبونو وه صفا هره کوتره
نوې ناوې وه گويا پري پيکره
په دستور دکوتر باز وشاه آواز که
په بلند آواز يې لا دستک آغاز که
غرض دا که خبردار هغه گدای شي
تللی زړه يې په آواز زما په ځای شي
دخوارۍ له خاورو پورته دېوانه شي
په ډيوه زما د حسن پروانه شي
په پلو زما د حسن مخ ونيسي
په رڼا زما دمخ که روښان کسي
دمه دار مې له هجرانه په ديدار شي
دمه ورمې په ديدن هغه افگار شي
خو دوې سترگې د گدا په شاه کې ياره
بې اخباره و خبر له دغه کاره
دعاشق دا هومره کشف کرامت وي
چې وقوف يې دخپل يار په حرکت وي
دعاگوی دشاه په باب په دل وجان و
نظرباز په دواړو سترگو د جانان و
وې ای چې نښتی صيد يمه په دام ستا
روح زما يوه کوتره دی دبام ستا
کاشکې زه هم ستا د بام يو کبوتر وی
خدای راکړی له کرمه بال و پر وی
چې کولی مې طواف د قصر بام ستا
هم تر سره ځارېدی په صبح شام ستا
دغه يو قسم کوترې چې سياه دي
تورې شوې په لوگي زما د آه دي
دغه بل قسم چې سپينې دي په دا دي
چې مدام زما داوښکو په لمبا دي
جگر تو کي چې دا هسې جگرگون دي
دا همه واړه زما په ځيگر خون دي
مستانه لکه بلبل ، ښه لکه گل دی
په خوبۍ کې چې هم گل دی هم بلبل دی
هر يورنگ چې يې ظاهر په بال و پر دی
گوښی گوښی داسې حال زما ابتر دی
چې مې ژاړي په ژړا تر سترگو وينې
شوې غرقاب تر زنگنه په وينو وينې
دی په دې حال کې بې صبره بې آرام ناست
شاه په څېر د نوې مياشت په سر دبام ناست
په دا نيت چې مې گدا له ورايه گوري
په کتوسره مې ساه له وتو ژغوري
په ډېر مهر سره هسې دلنواز شه
له پای دمعشوقې عشق باز شه
هسې واخيست خپلې مينې نېک اندېش
چې مېن شه تر دروېشه په دروېش
چې دده سعې تلاش و په دا باب
هومره نه وه دگدا خانه خراب
محبت له دلنوازه سره ښه دی
دا پيوند له عاشق بازه سره ښه دی
معشوقه چې دچا خدای کا عاشق بازه
خپل مين ساتي له سوزه له گدازه
که پرې وکا چرې جور د عشق طور
زر يې ورسي نگار دغم په غور
چې ژغوري له خلله د زړه درم
په لږ ظلم يي بازار که دعشق گرم
غم له نه ورکوي يار هسې يک لخته
چې يې مږي همېشه د غم په سخته
چې يو څوورځې پياپی مهر دعصر
په دا طور راته وخوت سر ته د قصر
وبه مخ دده په لور گدای نيولی
په جمال به يې نظر کړه غلی غلی
چې به تل کاته گدا پورته هوا ته
هېڅ يې نه کړه التفات وبله خواته
خلقو وې چې داسړی آفتاب پرست دی
ويقين ته يې پېښ کړی چا شکست دی
بيا تر هسې حده فاش دا گفتگوی شه
چې خبر دده په حال هغه بد خوی شه
وې چې دا گدا له خدايه نا اميد دی
پينځه وخته قبله گاه دده خورشيد دی
واقعي اهل ايمان نه دی کافر دی
په تحقيق چې مسلمان نه دی کافر دی
زر په دا رنگې قسم وکړ گدای:
چې قسم دې وي زما په هغه خدای
چې بې ده نشته آفتاب جهان تاب
په آفتاب باندې دده نشته حجاب
چې لايق د پرستش دی نمر دده دی
غير يې نمر په سجده پروت دده دی
چې بخښلې يې هر چاته زندگي ده
هغه خدای لره لايقه بندگي ده
چې گويا په دا نغمه دمينې مست شه
وهر چاوته ښکاره په حق پرست شه
راغی بيا په دروازه کې دشاه پرېووت
له دېښنو، د يار د وره پناه پرېووت
ولې وړکيو د بازار په گټو کښو
په قرار يې ورپسې هډونه پرېښو
هر ساعت به لور د لوره راپيدا شو
روا دار به په آزار دخوار گدا شو
چا به ووې رد و بد ورته سپړ سپړ
چا به وواهه په سوک چا په لوړ
چې به چا د يار د در په کاڼي وويشت
دوباره به هغه کاڼی په سر ده ويشت
چې دا څرنگه عجب دار و سنگسار دی
کاڼی بوټی چې له دره د دلدار دی
چې هلکو عاقبت له سوکه سنگه
په گدای کړه دايره دښهر تنگه
لا علاج يې وداني د ښهر پرېښوه
له ضروره يې هجران ته غاړه کېښوه
ضرورت په سړي وکا کار د نه کړو
ناچارې ورباندې وکا کار دنه کړو
نهايت يې ځای په غره کې مناره که
پېرهن يې پخپل تن پاره پاره که
هر زمان يې تورې خاورې په سر لوستې
په دعا يې د خپل ځان په کشتن لوستې
چې داهسې ژوندون بې دلبره ورک شه
له دې بار ناپکاره مې سر سپک شه
نيم نفس د غم آلود و عمر سم دی
دخوښۍ عمر تر ډېره عمره کم دی
له هغه ژوندونه سل ځله مرگ ښه دی
چې په هره ساه د غم په ساه وکښه دی
گاه به پروت و دم ختلی ملال غونډ
گاه به کښېناست ويرژلی په حال غونډ
سل گيلې به يې له بخته کړې آغازې
په دا رنگ د جدايۍ له سوزه سازې
چې دا ولې کړې په څه کړې زما بخته
چې دې واخيسته يک لخت راسره سخته
له آسمانه دې په زمکه وويشتم
په ستم دې بيا له زمکې وويشتم
په يوه وفا که ځان راته غلط کړې
هغه دم مې په هزار بلالت پت کړې
شابه شابه عدل هومره او زور هومره
حيف حيف تور هومره او زور هومره
بس که ډېرې دې کږې راسره وکړې
نور مې لاس له جوره وکاږه که ښه کړې
څه خو مخ راته په مهر په کرم کړه
بر طرف زما له زړه د هجر غم کړه
که مې نوره دستگيري نه کړې درگور شه
بارې يو دعشق په کار زما غمخور شه
په دنيا کې چې څه کار دی د عشق کار دی
چې وزگار دی له دې کاره ناپکار دی
وه د شاه يوه کوتره سپينه غوره
په پرواز به يې انباز که له قمره
په فلک به د سپوږمۍ په څېر مېشته وه
نه پري ددې پشان نه فرښته وه
چې به دا په الواته لاړه بلنده
تر همايه يې سايه وه ارجمنده
چې به سمه په پرواز کې له انجم شوه
يوه ورځ هغه هُد هُد هما په رم شوه
يوه ورځ هغه هُدهُد همای پره
چې هرگوره ډېره والوته برتره
لرې لاړه شوه د شاه له قصره بامه
په تندي د گدا کوزه شوه فرجامه
تر اسمان پورته سر د گدا وخوت
چې يې سيوری په تندي د هما و خوت
نور يې آه اتشي نه کاوه په څور
چې ويې نه سوځي پر پروانه طور
ويې وې دا زما سر آشيانه ستا
هم د اوښکو قطرت آبو دانه ستا
دغه پسه يې قلم واخيست په لاس
چې رقم کړم و آشنا ته التماس
مشتمل په درد وغم د بېلتانه
بې مهري د زمانې دبخت مانه
حقيقت يې پکې وښکه د خپل حال
کشمکش د جدايۍ د بخت ناخوال
محنتونه د فراق د غم نا سازې
اندېښنې د اشتياق دور و درازې
چې به ده د زړه له سوزه کوېښ رقم
اور به پورې په دورمه شه د قلم
چې گويا شوه د رقيب له غمه خامه
پېچو تاب له دغه غمه شوه نامه
په وزر پورې يې غوټه دکوتر کړه
په وزرو کې يې دا هم يو وزر کړه
ومنظر ته يې د شاه والوزوله
ورپسې يې دتېزۍ نعره وهله
د گدا د روح مرغه والوت له سره
لاړ همدمه هم قدم له کبوتره
په يوه طرفه طرفه راغله تر شاه
اثرناکه د غمجن د زړه له آه
چې خبر په حسب حال شاه د گدای شه
لولپه شه سوړ بوړ وسه په وای وای شه
وې (يې) وکاڼئ ندا په هره سمع
چې صباح د ښهر خلق واړه جمع
و ميدان وته ووځي تير کمان
لکه غشي د ليندۍ پخپل سامان
هر يوه گروه دې گوښې نښه کاندي خښه
پرې دې ولي خپل خدنگ پخپله نښه
که چا وکړ په دا حکم کې تقصير
نښانه به کا خپل ځان زما د تير
چې تر غوږو د گدا شوه داندا
زر ولاړ شه له هوسه جان فدا
راغی ځای يې په گوشه د ميدان ونيوه
ځان يې نښه غوندې تير ته د جان ونيوه
چا چې رنځ وي د هجران په ځان پېڅلی
عاقبت يې دی د وصل شربت څښلی
چې غمگين په انتظار کې د يار کښېني
آخر خوښ په زليچه د ديدار کښېني