نظم
د شاه نه دگدا ماڼې
Abdul Hamid Momandراغله شپه شاه و هلک واړه آزاد شو
له تعليمه حواس ستړي د استاد شو
په گدا د شاه له هجره ساعت سخت شه
لکه شپه هسې يې تور بر گشته بخت شه
چې د شپې مفارقت راغی ترميان شه
لا يې زړه د آه په اور سره بريان شه
هر گوزار چې به گدا آه و فرياد کړ
شکايت به يې له بخته رابنياد کړ
چې نن هسې د شپې زړه له مهره تش دی
د فلک راته په زړه کې څه کاوش دی
يا خو نور نشته په مخ کې د ماه نن شپه
يا په دود زما د آه شوه سياه نن شپه
ډک له دوده شه گنبد ددې گردون
پکې نشته دی سوری چې شي بېرون
نه پوهېږم چې نن شپه څه بلا شپه ده
چې دگور تر تورې شپې توره خپه ده
له دوزخه راوتلی ده پوهېږم
چې دا هسې پکې زه مرمه کهېږم
همه مخ د زمکې تور ليده شي نن شبه
د قيامت د ورځې شور ليده شي نن شپه
د بنديانوتورې شپې هزار خپې
مخی ته گڼم هېچرې د نن شپې
هسې شان مې په ضرور پکې آه خېژي
چې له آه سره زما گڼه ساه خېژي
چې خبر زما په حال يک بيک دی
سياه پوش مې په ماتم ځکه فلک دی
صبح هېڅ له مانه ياد نه که، داد نه کا
د سحر مرغه آواز و فرياد نه کا
د هغې زما په غم شوه خندا ورکه
په ژړا کې يې ددې شوه ندا ورکه
دا چې نن شپه غږ وغوږ دنوبت کم دی
پرېوتلې پرې زما د اوښو نم دی
نه په گلو باندې غږ نن د بلبل شته
نه له باده د سحر خندا دگل شته
قاعده شوه د جهان واړه تغييره
نن زما له بده بخته له تاثيره
چې يې وژړله ډېره اوښکه وينه
د فلک لمن يې کړه آخر سره سپينه
سوزان آه يې کاڼی زړه د فلک موم که
له سيما يې نمر د صبح رامعلوم که
له ژړا يې مخ د صبح په لاس وچ کړ
په وفا يې د غم غر له زړه رچ پچ کړ
فلک نه کاندي ستم په چا يک لخته
کله کله کا اسانه د چا سخته