نظم

د شاه ناروغتيا

Abdul Hamid Momand

چې آفتاب شه له غصې د اهاړ گرم

ځان يې ووېست له پردې د حيا شرم

خواه ناخواه يې آب هوا په گرمۍ راغله

له گرمۍ سنگ آهن په نرمۍ راغله

له اوبو نه هسې تاو لکه د اوره

لکه ويلي قلعي که په اور وروره

له گرمۍ جهان يو دېگ و، (ا) ېشېده

په هډوکې کې ماغزه ويلې کېده

چې په گډه مرغابۍ شو(ه) په اوبو کې

له گرمۍ به (ا)ېشېدله په غوپو کې

له گرمۍ نه به مرغه په اور نيولی

ورتېده د ښاخ په مخ باندې پېيلی

هسې اور د اس له سُم سره لوېده

گڼه هر قدم په اور کې گرځېده

خرڅېده يخ په قيمت د سپينو زرو

کم مونده شه لکه وصل د دلبرو

له گرمۍ نه شوه سپوږمۍ جهان افروزه

لکه نمر هسې کبابه عالم سوزه

نه وو ستوري هغه شپه په تجلې

تلې په مخ د فرښتو سپينې خولې

تلې خولې له سپينه مخه زما څخه

لکه ستوری صبحدم دنمر له مخه

په دا هسې گرمو ورځو کې ناگاه

له گرمۍ نه آتشين شه مخ د شاه

چې يې تاب له تنه ته لکه د اور

اور يې پورې که د ډېر خلقو په کور

له گرمۍ نه چې دده بله ډيوه شوه

پروانه غوندې پرې ډېره خلقه شوه

بدر مخ يې لکه مياشت په ځلېده راغی

هر ساعت لکه سيماب په لويده راغی

په ماتم سره يې پلار جوړ(ې) پايمال شه

په مثال دنوي بدر کوت هلال شه

هم په حکم دخسرو هم خرد نام و

خپل اقليم دده په لاس کې لکه جام و

په جهان دده د عدل اوازه وه

هره چار يې د انصاف په اندازه وه

د فرزند له ضعيفۍ نه ډېر ضعيف شه

ده هم می دده د رنځ وڅښه حريف شه

لږ غبار چې په خاطر د فرزند پرېوځي

د پدر په سينه غر د الوند پرېوځي

که د زوی لږ و ډېر په خوب لارغه شي

الوتو ساز د پلار د روح مرغه شي

که په تن د زوی راشي نرۍ تبه

له دې غمه راشي روح د پلار، په ژبه

پسران په پدرانو ډېر محبوب دي

د يوسف (ع) په څېر په سترگو د يعقوب (ع) دي

سپين رخسار د پسرانو دلفرېب دی

خاص و عام يې وبوسې ته ناشکېب دی

په علاج د شاه د رنځ خسرو حيران شه

ناتوان لکه دده مړاوي چشمان شه

هر طبيب چې په ديار کې ودده

رايې وباله په ډېر سايده بايده

وې (يې) دا دی جگر گوش زما فرزند

و علاج ته دی ستاسې آرزومند

هر حکيم له خپله فکره په وفاق شه

عاقبت په داد واړو اتفاق شه

چې په دا موسم کې ښهر جوړ زندان دی

دا گفتار خو د يو لوی طبيعت دان دی

په دا وخت کې کناره د درياب ښه ده

د درياب سره هوا په هوا ښه ده

د درياب کناره شونډې د دلبر وي

چې د باندې شنه سبزه د تن گوهر وي

همېشه هغه هوا وي معتدله

بيماري لرې کوي له جان و دله

د بازار هوا خشکۍ لره مضره

د درياب هوا ده تره مستمره

اسبابو نه يې تيار کړه همه واړه

شاه که ځای له هغه ځايه د سيند غاړه

هغه سيند څه و گويا که يو قلزم و

چې طوفان د مهتر نوح (ع) په ده کې کم و

تابه وې گڼه اسمان په څه آيين

اوبه شوی دی په مخ د روی زمين

له څپو يې اسمان زمکه وو خپه

لگېده يې يو ماهی دماه څپه

خراب کړی يې ډېر (خلق) په اوبو و

د اوبو له څښو يې خلق په توبو و

هغه ځای چې يو څو ورځې کړلې تېرې

د صحت نښې يې شوې په فج برسېرې

په صورت يې گرمې يخې هواگانې

ددې نرځ د پاره شولې دواگانې

د صحبت له دل آرامه هم آغوش شه

د زحمت جوش يې له دله فراموش شه

بيا يې گل دمخ پيدا کړه زېبايي

بيا يې زياته سر وقد کړه بالايې

له فراشه راولاړ شه سم قامت

له قامت سره يې پاڅېده قيامت

نوره هره بيماري شوه پس پای

بې له سترگو چې بيمارې وي له ځای

په هوس کمر بسته په چابکۍ شه

سر وقده آراسته په تازگ شه

هلال مخ يې لکه بدر هسې درست شه

هم تر برقه تر برېښنا په جلوه چست شه

سر د غم د آزرده رنځ وسستي ده

د همه خوښيو اصل تندرستي ده

چې بهتر تر سلطنت تر حکومت دی

هغه څه وي د صحت دم وساعت دی

هېڅوک مشه رنځوران، ښکلي په تېره

چې لري دا طايفه نازکي ډېره

مه پرېوزه د غم بار په سرو قدو

ژغوري اوسه دغه گروه له جمله بدو

نازنين قوم دې مدام نازنين اوسي

ناست ولاړ دې د هوس په زمين اوسي

جمع زړه مې دې پرېشان وي په دا جمع

دا پتنگ دې جان فشان وي په دا شمع