نظم

د شنو ښاخلو کوډله

Abdul Bari Jahani

لکه ماشوم په لويه لار کي ناست يم ـ

د خاورو کور جوړوم ـ

يوه کلا ورکي هم بله کلا ـ

او د کلا يوه ګوښه کي چيرته ـ

د ټولو خلکو له نظره ليري ـ

د يوې وني شا ته ـ

د شنو ښاخلو کوډله ـ

او د خيالونو په دنيا کي ـ

له غمونو ليري ـ

د بېلتانه او د جفا نومونه ـ

د خپلي ميني په لمبه سوځوم ـ

درنژدې کېږم درنه خوله غواړمه ـ

ته هم د سترګو لاندي ګورې راته ـ

او په موسکا کي مي دربولې څنګ ته ـ

د دريو څلورو لارويو ډله ـ

زما د خيالونو له نړيه بېګانه وګړي ـ

د شنو ښاخلو پر کوډل پلونه ايږدي ـ

زما د خيالونو له جنته هديره جوړوي ـ

او بې پروا رهي دي ـ

لا يې د مستو خنداګانو آواز ـ

په غوږو اورم ـ

چي له سره څخه ـ

له خپله ځانه بېخبره غوندي ـ

يو کلا ورکي هم بله کلا ـ