غزل

د سکوت په تېغ چې ژبه بُريده شي

Rahman Baba

د سکوت په تېغ چې ژبه بُريده شي

لاقلم غوندې په قال کې دويده شي

هومره اور د عاشقيه په زړه يوسي

چې لاله يې له تُربته دميده شي

خم آبروې د يار نقش وي په لېمه کې

لکه مياشت چې په لوی بحر کې ليده شي

همېشه يې خپل يار په لوري دو وي

نهايت چې په دا دو کې رسېده شي

څه حاجت دی چې زه يار و چاته ستايم

کار همه دخپلو سترگو په ديده شي

کله وي چې د يو بل په ويل غولېږي

مگر صافه د چا خپله عقيده شي

خود څرگند وي لکه صبح په جهان کې

هر گرېوان چې په يارۍ کې درېده شي

ابرويي دعاشق هلته ځان څرگند کا

چې يې نم د زړه له سترگو چکيده شي

د آه غشی يې په ځمکه کله لگي

هر قامت چې کمان طوره خميده شي

بې مطلبه يې هېڅ فهم په چا نه وي

هر طالب چې په طلب کې فهميده شي

هر چې زه په مهرويانو باندې بايلي

بې درمه بې ديناره خريده شي

ما ديار په څېر بل مخ ليدلی نه دی

مگر پس له ننې ورځې آفريده شي

يا به شهد يا به قند يا به نبات وي

هر کلام چې له رحمانه شنيده شي