غزل
دا ستا د يو ديدن په ارمانو راغلي دي
Hamza Shinwariدا ستا د يو ديدن په ارمانو راغلي دي
دا واړه منفعل په بدو کړو راغلي دي
زما په ډکو سترگو کې کږلېچ ته دنظر
ستا در کې موسکي غشي د جلوو راغلي دي
ای درېغه که وی يو پکې مسلم خراساني
ټولي که درته ډېر د پښتنو راغلي دي
اوس بېرته ورته بويه د اسرارو دروازې
درشل پورې چې ستا د دروازو راغلي دي
زړگيه ديدن غواړې خو په شمېر کې يې! د چا؟
لږ شمېر کړه پتنگان د ديدن، څو راغلي دي
دنيا شوه دهغو هم يې برزخ هم يې جنت
په ځمکه په هوا که په اوبو راغلي دي
ناپوهه غرېوه، نشته دلته کار د زلزلو
واورونه اوس دنياز او اسوېلو راغلي دي
وختونه سرگردان مې په مطلب کې د رڼا
دي شپو ته ننواتې په جرگو راغلي دي
حمزه څومره به ښه وي په دې در چې شي قربان
دا اوښکې دي که دُر چې په شېبو راغلي دي