غزل
دا ستا په سترګو کې به څه پاتې شي
Khatir Afridiدا ستا په سترګو کې به څه پاتې شي
رقيبه يار کې مې په خوله پاتې شي
يو ځلې نېغ پدې لار تېر شه اشنا
چې دې کاږه واږه کاته پاتې شي
پردی مزدور سهر وختي پاڅيږي
د شوګيرو مين اوده پاتې شي
افسوس چې ستا په خيال به څه ښکارمه
دغه ارمان به مې په زړه پاتې شي
وستايه تل د يار ترخه خاطره
چې په کتاب کې دې خواږه پاتې شي