غزل دا څه مخ دی منور Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دا څه مخ دی منور چې هم شمس دی، هم قمر 02 دا څه زلفې دي مښکینې چې هم مښک دي، هم عنبر 03 دا څه پیوسته ابرو دي چې هم نېښ دي، هم نشتر 04 دا څه سترګې دي قاتلې چې هم سیف دی، هم خنجر 05 دا څه شونډې دي می ګونې چې هم می دي، هم شکر 06 دا څه سپین سپېڅلي غاښ دي چې هم دُر دي، هم ګوهر 07 دا څه سیبِ زنخدان دی چې هم سیم دی، هم ثمر 08 دا څد قد او قامت دی چې هم ګل دی، هم عرعر 09 دا څه مَلا ده، باریک وضع چې هم مُو یې دی، هم کمر 10 دا څه زړه دی، د خوبانو چې هم موم دی، هم حجر 11 دا څه یار دی نه پوهېږم چې هم دل دی، هم دلبر 12 دا څه بت دی، زما ربه؟ چې هم بت دی، هم بشر 13 دا څه شعر دی رحمانه چې هم ګنج دی هم هنر Dictionary meaning × Headword