غزل

د هغې بنا چې نوم محنت آباد وي

Rahman Baba

د هغې بنا چې نوم محنت آباد وي

ترو خاطر به په کې څه رنگ د چا ښاد وي

په خواړه او په څښه کله وينه نيسي

هر مرغه چې په قفس کې د صياد وي

د رنځو په خوله کې کله مزه کاندي

که سل رنگه نعمتونه يې معتاد وي

پای بستو لره چې هر چرته زندان وي

هغه هر چېرې آزاد وي چې آزاد وي

عشق تغير و تبديل نه لري يک رنگ دی

د اشنا د لاسه داد وي که بېداد وي

بنيادي بېخي هغهدی په يارۍ کې

چې په يار پسې بې بېخه بې بنياد وي

بودني هغه باله شي په دنيا کې

چې د تن په نابودۍ يې اعتماد وي

نقصاني دي د دنيا عمارتونه

که تر لاندې سل ستونه د فولاد وي

زندگي که څوک پوهېږي حضور دم دی

آينده و رفته کله د چا ياد دی

دا دنيا لکه سېلاب هسې بهېږي

نه يې چا څخه استوگنه نه استاد وي

چې کامله اراده لري په زړه کې

دمرشد له اشارته يې ارشاد وي

و هغو ته چې خدای ښود په خپله وښود

څه حاجت يې په ښوونه د استاد وي

ډېر يارن ور څخه بېل شو هېڅ گرم نه دی

که رحمان له جدايۍ نه په فرياد وي