غزل

د وصال شپه مې بدله په بېلتون شوه الغياث

Rahman Baba

د وصال شپه مې بدله په بېلتون شوه الغياث

د قيامت خواري راپېښه په ژوندون شوه الغياث

ما لا طمع د وصال د نعمتونو ترې کوله

ناگهان کاسه نسکوره د گردون شوه الغياث

هغه چار چې مې په لاس وه زه پرې نه وم پوهېدلی

اوس چې پوه شوم له اختياره مې بېرون شوه الغياث

د وصال په طمع طوق د جدايۍ شو را په غاړه

هغه طمع چې زما وه اوس طاعون شو ه الغياث

په حکمت په عقل پېټی د عشق څوک اخيستی نه شي

په دا کار کې ماته ملا د افلاطون شوه الغياث

ما رحمان د يار وصال په اسانۍ موندلی نه دی

زرد رويې مې سرخرويي په جگرخون شوه الغياث