غزل

د زړه حال وتاته څه وايم په ژبه

Rahman Baba

د زړه حال وتاته څه وايم په ژبه

ته خبر د خوږو زړونو په منزل يې

هم د گل په څېر بلبل سېځې په مينه

هم مېن لکه بلبل هسې په گل يې

يو دي ذات په دواړو کونو کې شهره دی

بل په نام له هر چا لويه يو په سل يې

چې ته مخ په عبادت کې نه جارباسې

درسته شپه دې (نفس) بدي کا ته يې خپل يې

ورکول او پېرودل دې په خپل لاس دي

که وچا يې ورکوې که يې اخل يې

جار تر هسې رنځ نيولو شه رحمانه!

چې شهۍ يې په پوښتنه وي راغل يې