غزل

دادب او شعر لویه قهرمانه

Gul Pacha Ulfat

دمغلو په کور تندر داسمانه

دوطن داذادۍ سختو جګړو کې

له هر چانه زړور  مرد میدانه

ستا دشعر مصره لاډبره تیر ده

بې ننګې ټوټې ټوټې ستا له  بیانه

وې درزم او دبزم  په مجلس کې

هلته باز دلته بلبل هزار داستانه

عشق او ذوق فکرو تدبیر  اراده عزم

ستا په  پرخه رسیدلې وو بېشانه

هم رستم هم فردوسی دیو داستان یې

هم شاعر هم  مفکر  هم پهلوان یې

قصیدې  لرې  غراء له هره بابه

ننګ غیرت اخلي فتوا ستا له کتابه

دخبرو کور ودان ستا په بیان شو

خدای درکړی ده وینا ډیره جذابه

که جګړه استوار لکه یو غر وې

دعشق کار کې وې  له هر چانه بیتابه

پښتونواله ستا پیغام  ستا فلسفه ده

تا پرې نښوده پښتو چې شي خرابه

ستا په زړه مټ و بازو کې لوی قوت ؤ

ستا په لاس کې توره نه شوله بې  آبه

تا دننګ سبق پښتون  ته دی ورکړی

دخودۍ په فلسفه دې خبر کړی

داجهان ستا په نظر کې نام وننګ ؤ

چې بې ننګه وء هغه درته  بدرنګ ؤ

بل څوک نه وه همدا ته وې ننګیالیه

چې دې داغ  په خاطر ایښې داورنګ ؤ

ډیرې لویې دعوې تاسره  وې زړه کې

په مغلو باندې ځکه ستا غور ځنګ ؤ

هغه باز وې چې لوی ښکار دې ؤ نظر کې

دوطن په سیمه پوله به دې جنګ ؤ

هم دې توره  له هر چانه وه ځلانده

هم دې هرچانه  لوی عزم او فرهنګ ؤ

په دا خپله لویه  برخه وې خوشحاله

تا پاللې ده پښتو او پښتونواله

ستا اشعارو کې  ملي ارزو ځلیږي

خدای خبر دی چې به کله حاصلیږي

لوی پیغام  دې پښتنو ته دې راوړی

ستا په خیال به  چې  پښتون کله  پوهیږي

تا ویلې لوی دریاب ته کوی هڅه

په بیله کې چې نهنګ وي  هلاکیږي

ستا وینا ده  چې اوښ بار سره  راغلی

پښتانه یې غاړکۍ ته خوشحالېږي

دلویانو ارزو وي  هر ګور لویه

واړه هرچیرته په لږ شي قانع کیږي

لوی سړی وې  درسره وولوی فکرونه

مګر ژرنه راویښیږي ولسونه

ستا دیوان که په ادب کې لوی شهکار دی

تا په توره ټو پک کړی هم ډیر کار دی

څلویښت زره لښکر  ستا دلاس له زوره

لوړی شا په تاتره کې  تار په تار دی

دو آبه او دنو ښار  دکوټ په جنګ کې

دمغل په زړه دې ایښې لو ی پر هاردی

دخیبر دره دې سره کړله  په وینو

په اهاړ کې دې لیدلی لاله زار دی

خزانې هاتیان اسونه  که اوښان وو

دغه لویه ولجه ستا دتورې ښکار دی

شجاعت او شهامت درسره مل ؤ

ښه ملګری دې  په توره  کې ایمل ؤ

تا اخیستی له غلیمه  انتقام دی

پښتونو ته دې ګټلی  ننګ ونام دی

په هررنګ کې دې  دننګ خبرې کړی

ملي فکر  ستا مرام  او ستا پیغام دی

مغلواله دې رټلې ډیره زیاته

فرق دې کړی دپردي او دخپل قام دی

غرو رغو کې  دې لښکرې ټولولې

غلیمانو باندی تا تړلې لام دی

په پښتو باندې له سراو او ماله تیروې

ستاله تورې خبرشوی خاص وعام دی

دافغان په ننګ تړلې توره تا وه

درسره لویه ارزو لویه سودا وه