غزل
دعشق زخم څه د زخم په شان نه دی
Rahman Babaدعشق زخم څه د زخم په شان نه دی
د بل زخم په څېر سهل و اسان نه دی
عاشقان او معشوقې سره پوهېږي
دغه راز و نور عالم ته عيان نه دی
عاشقي نه ده که گورې حيراني ده
کوم سړی په دغه کار کې حيران نه دی
يو عاشق دې څوک راوښيي په عشق کې
چې يې رود په مخ د اوښکو روان نه دی
هومره اوښکې دعاشق په گرېوان درومي
ته به وايې چې يو سيند دی گرېوان نه دی
دا هجران دی چې يې مرگ په عاشق گران کړ
که هجران ورسره نه وي هېڅ گران نه دی
نور غمونه که په ځان دسړي بد وي
غم د ترکو بد د هېچا په ځان نه دی
د دوزخ د اور که تاو له حده تېر دی
برابر د بېلتانه له نيران نه دی
چې باله شي څوک په عشق کې کم عقل
دا کم عقل ډېر هوښيار دی نادان نه دی
چې بې ياره و جهان وته نظر کړم
رحمان وايم چې ويران دی ودان نه دی